کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د هېواد په لسو ولايتونو کې د سخت ورښت، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو ليکلي چې د تلې په ۱۱مه او ۱۲مه په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سخت ورښت، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راوتلو احتمال شته.
سرچینه کاږي چې په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو اټکل شوې ده.
سرچینې دغهراز ويلي چې په سوېلختیځ، مرکزي او لوېدیځ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بادونو اټکل شوی چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره اټکل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP