کابل (پژواک، ۱۱ میزان ۱۴۰۴): د هوا د کیفیت شاخص (AQAir) په نوم یوه سازمان په تازه درجهبندۍ کې د هوا له اړخه د پاکستان لاهور د نړۍ لومړی او د افغانستان پلازمېنه کابل دویم ککړ ښارونه بلل شوي دي.
د هوا د کیفیت شاخص (AQAir) په یاده درجهبندۍ کې راغلي چې په کابل ښار کې د هوا د کیفیت شاخص (AQI) له ۱۰۰ پورته تللی او په هغې کټهګورۍ کې راځي چې د «حساسو ډلو لپاره ناسالم» بلل کېږي.
د دې درجهبندۍ له مخې، د کابل ښار هوا کې د مایکروسکوپي ذراتو (PM2.5) کچه په هر مترمکعب کې ۵۸ مایکروګرامه ثبت شوې چې د روغتیا نړۍوال سازمان له کلني معیاره ۱۱.۶ ځله لوړه ده.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د هوا کیفیت متحرک دی او لکه د موسم په څېر ډېر ژر بدلېدای شي خو د هوا له اړخه د کابل ښار د تېرې پنجشنبې په سهار (ځايي وخت) د نړۍ دویم ککړ ښار درجه بندي شوی و او ورته نږدې ښارونه لکه جلالاباد او پېښور هم اغېزمن شوي دي.
د سازمان د معلوماتو له مخې، د ساعت په حساب وړاندوینې ښيي چې په کابل ښار کې د هوا کیفیت د ماسپښین تر ناوخته پورې “منځني” حد ته راکښته شي؛ ځکه چې بادونه تېزېږي او د هوا ککړتیا په لري کولو کې مرسته کوي.
سرچینې دغهراز لیکلي چې د افغانستان ختیځ کې د جلالاباد او پېښور ښارونو هوا هم د سختې ککړتیا تر اغېز لاندې راغلې ده.
بلخوا، د چاپېریالساتنې برخې کارپوهان وايي، د ښار د دې کچې ککړتیا کولای شي د تنفسي ناروغیو، د زړه ستونزو او سږو فعالیت کمېدو لامل شي، په ځانګړي ډول د ماشومانو، زړو کسانو او هغو خلکو لپاره چې له روغتیایي ستونزو سره مخ دي.
هغوی زیاتوي چې په ښار کې د زړو موټرو شتون، د کورونو د کثافاتو سوځول، د صنعتي فابریکو فعالیتونه، له سړکونو پورته کېدونکې دوړې او د هوا ساکن شرایط د کابل ښار د هوا ککړېدو اصلي لاملونه دي.
متخصصین د کابل اوسېدونکو ته سپارښتنه کوي چې په دې ورځو کې په ښار کې ګرځېدل محدود کړي، د وتلو پرمهال ماسک وتړي، د خونو کړکۍ بندې وساتي او د هوا د تصفیې وسایل نصب کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP