Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د شل‌اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه نن ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره د درېیو شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان اتلان به نن د افغانستان پر مهال د ماښام ۷:۰۰ بجې د اتصالات جام شل‌اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د روانې شل‌اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه تېره ورځ د ۴ وېکټو په توپیر وبایله.

په دې لوبه کې افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې خو بنګله‌دېش لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان به له بنګله‌دېش سره خپله درېیمه لوبه د اکټوبر په پنځمه ترسره کړي.

دغه‌رار، افغان لوبډله به له دغو شل‌اوریزو لوبو وروسته له بنګله‌دېش سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړي چې لومړی لوبه به یې د اکټوبر په ۸مه، دویمه د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۴مه وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.