Language

غزني کې د زهري خوړو له امله دوه ماشومان مړه شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوه کور دوه ماشومان په خوړو کې د زهرو له امله مړه او څلور نور کسان مسموم شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په ښادي‌خان کلا کې تېره ورځ (پنجشنبه) ماخوستن مهال په خوړو کې د موږک دوا ګډېدو له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان مړه او څلور نور مسموم شوي دي.

خپرپاڼه کې ویل شوي چې مسموم شوي کسان د درملنې په موخه د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي او اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

Related Topics