Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: اقلیمي بدلون او د کډوالو راستنېدو د افغانستان پر ښارونو فشار ډېر کړی

کابل (پژواک، ۱۱ تله، ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام د بشري مېشتېدنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بحران، طبیعي پېښو او په پراخ ډول د کډوالو راستنېدو د افغانستان پر ښاري سیمو فشار ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat Afghanistan) نن جمعه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سږ کال د بشري مېشتېدنې نړۍواله ورځ ښاري ناورینونو ته پر ځواب ویلو تمرکز لري — دا چې ښارونه څرنګه له هم‌مهاله ننګونو سره مقابله کوي.

یاد پروګرام ویلي چې اقلیمي بحران، طبیعي پېښو او په پراخه توګه د کډوالو راستنېدو د افغانستان په ښاري سیمو ډېر فشار راوستلی دی.

د بشري مېشتېدنې نړۍواله ورځ هر کال د اکټوبر په لومړۍ دوشنبه د ملګرو ملتونو په نوښت نمانځل کېږي؛ د دې ورځې نمانځلو موخه د ښارونو ارزښت، مناسب استوګنځی او مناسبې سرپناه درلودو ته د هر انسان حق ته د نړۍ د خلکو متوجه کول دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې دغه ورځ تصویب کړه او په لومړي ځل په ۱۹۸۶ کال کې ونمانځل شوه. د هر کال شعارونه او موضوعات د نړۍ په کچه د ښاري او استوګنې خنډونو او اړتیاوو پر بنسټ ټاکل کېږي.

دا په داسې حال کې چې افغانستان د نورو ښاري ستونزو سربېره لکه د پاکو اوبو کمښت د استوګنې له ستونزو سره هم مخ دی، په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې راستنېدنې د استوګنې پر بازار ډېر فشار راوستی دی. د کورونو کمښت او د کرایو بې‌سارې لوړېدل په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د ډېرو کورنیو ژوند سخت کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.