هرات (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): په هرات ولایت کې د کرنې برخې یو فعال په دې برخه کې له خپلو څو کلنو تجربو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي څو د اصلاح شوو تخمونو په دودولو او وېشلو سره کرنه له دودیزې بڼې عصري ته واړوي.
په هرات کې کرنه د افغانستان د ډېری نورو سیمو په شان له کلونو راهیسې په دودیزو طریقو ترسره کېږي. اصلاح شوو تخمونو ته محدود لاسرسی، او تخنیکي او مسلکي زدهکړو کمښت او د کرنې د عصري طریقو نشتوالي د ځمکو حاصلات کم کړي او د بزګرانو معیشت یې محدود کړی دی.
په دغو شرایطو کې، د کرنې برخې ځینې مخکښان د حاصلاتو د زیاتېدو، د کیفیت ښه کولو او د عصري لارو چارو په دودولو سره هڅه کوي دودیزه کرنه مېکانیزه کړي. له دغو کسانو یو محمدعارف دی چې د خپلو څو کلنو تجربو او له بزګرانو سره په نږدې همکارۍ سره هڅه کوي په هرات کې د کرنې په برخه کې د پام وړ بدلون راولي او کروندګرو ته دا زمینه برابره کړي څو د اصلاح شوو تخمونو او علمي لارو په کارولو سره له خپلو ځمکو د حاصلاتو په کچه او کیفیت کې ښهوالی راولي.
محمدعارف د پژواک اژانس له خبریال سره خبرو کې وویل چې د افغانستان د کرنې راتلونکی د اصلاح شوو تخمونو او عصري لارو چارو په کارولو کې تغښتی دی، د هغه په خبره، دغه تخمونه باید د وچکالۍ او نباتي افتونو پر وړاندې د مقاومت او په اوبیزو او للمو ځمکو کې د لوړ حاصل ورکولو ځانګړتیاوې ولري.
هغه اوس په دې هڅه کې دی چې دغه ډول تخمونه د بزګرانو ترمنځ دود کړي څو په حاصلاتو کې یې زیاتوالی راشي او د کورنیو ژوند ورسره ښه شي.
هغه اوس له څه باند ۱۱۰ بزګرانو سره یوځای شوی او شاوخوا ۳۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه یې ورته وېشلي دي. د محمدعارف په خبره، دغه تخمونه د نورو عادي تخمونو په پرتله لوړ کیفیت لري او ۹۸ سلنه د زرغونېدو قابلیت لري، په داسې حال کې چې د غیراصلاح شوي تخمونه له ۸۰ سلنه کم راشنه کېږي. په دې سربېره، له اصلاح شوو غنمو تولید شوي اوړه هم ښه کیفیت لري.
د هرات ولایت د دې اوسېدونکي فعالیتونو تر یوې ځانګړې سیمې محدود نه دي، بلکه هغه د کروخ، انجیل، شتونزرغون، ګذرې، زندهجام او غوریان ولسوالیو په ګډو د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې پر یادو فعالیتونو لګیا دی. هغه باور لري د ولسوالیو په کچه د فعالیتونو پراخوالی له عصري کرنې سره د ډېری بزګرانو د بلدتیا زمینه برابروي.
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه هم د تخمونو د اصلاح په برخه کې یو شمېر فعالیتونه ترسره شوي چې له ډلې یې د ۲۷ ډوله غنمو نومولو یادونه کولای شو.
ورته مهال، ستونزې لا هم شته. د کرنې ماسټر او د دې برخې یو متخصص انجنیر معروف صدیقي دودیزه کرنه د کروندګرو د پرمختګ پروړاندې یو لوی خنډ ګڼي او ټینګار کوي چې له اصلاح شوو تخمونو څخه ګټه اخیستنه باید د کرلو او حاصل راټولولو په برخه کې د کرنې برخې متخصصينو تر څارنې لاندې ترسره شي څو مطلوبې پایلې تر لاسه شي.
بلخوا، د لوېدیځ زون د اصلاح شوو تخمونو د تصدیق لابراتوار عمومي مدیر عبدالعزیز نورزی وايي چې د اصلاح شوو تخمونو تولید په زیاتېدو دی.
د ده په وینا، ۱۴۰۲ کال کې لس زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شوي وو خو سږکال دا کچه څه باندې اتلس زره مټریک ټنو ته رسېدلی ده.
نورزی وایي، د اصلاح شوو تخمونو د حاصلاتو کچه د عادي تخمونو په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیاته ده او باور لري چې د کروندګرو د پوهاوي لوړوالی او له کرنیزو متخصصینو سره یې مستقیمه اړیکه د دې لامل کېږي چې د دغو تخمونو کارونه لا پسې زیاته شي.
نوموړی وايي، دا مهال د دغه ولایت ۷۰ سلنه کروندګر له اصلاح شوو تخمونو څخه ګټه اخلي.
نورزی ټینګار کوي چې د نباتي ناروغیو د مخنیوي لپاره کروندګر باید د کرنې برخې له متخصصینو سره مشوره وکړي.
خو هغه خبرداری ورکوي چې د درملو او کیمیاوي سرو بېځایه کارونه نه یوازې دا چې د حاصل په زیاتوالي کې مرسته نه کوي، بلکې په ځینو مواردو کې برعکس منفي اغېزې هم لرلی شي. د ده په باور، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې تر څنګ د دغو موادو معقوله او علمي استفاده د د کرنیزو ځمکو د حاصلاتو د ډېرېدو اصلي لامل دی.
د لوېدیځ زون د تخمونو د تصدیق لابراتوار عمومي مدیریت د محمدعارف له هڅو مننه کوي او وايي چې نوموړی له پیاوړې ارادې سره خپل کار ته دوام ورکوي. د هغه موخه یوازې شخصي اقتصادي وده نه ده بلکې غواړي د هرات او نورو ولایتونو کروندګر د عصري کرنې خوند تجربه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP