Language

امنیه قومانداني: د کاپیسا په تګاب کې په یوه جنايي پېښه کې څلور کسان وژل شوي

محمودراقي (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ  کې د یوې جنايي پېښې له امله څلور کسان وژل شوي دي.

د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د تګاب ولسوالۍ په «درم‌درم» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې لیکلي: «د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ د څېړنو او معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور تنه د ملنګ د زامنو شفیع‌الله او طالب له لوري چې د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ اوسېدونکي دي، په ډزو وژل شوي. د کشفي معلوماتو له مخې، عاملین له برید وروسته د کوټي کلي پر لور تښتېدلې دي.»

امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې تېر کال د ملنګ یو زوی صدیق‌الله په خطايي ډزو وژل شوی و خو موضوع د روغې جوړې له لارې حل شوې وه.

د سرچینې په وینا، د نننۍ پېښې عاملینو د صدیق‌الله د غچ اخیستو په موخه دغه څلور کسان تګاب ولسوالۍ ته ورغوښتي او وروسته یې وژلي دي.

Related Topics