Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قرغیزستان د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ۱۳۰ ټنه بشري مرسته راولېږله

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د قرغیزستان د بېړني وضعیت وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ۱۳۰ ټنه بشري مرسته لېږلې ده.

د قرغیزستان رسنیو د دغه هېواد د بېړني شرایطو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د ۱۳۰ ټنه مرستو کاروان د روان کال د سپټمبر په ۲۵مه له اوش ښار څخه مزارشریف ته رسېدلی او افغان چارواکو ته سپارل شوی دی.

راپور کې راغلي په یاده مرسته کې چې دوه میلیون «سوم» ارزښت لري، خوراکي توکي، د ماشومانو د ژمي جامې او د کور اړین وسایل شامل دي.

د قرغیزستان د بېړنۍ وضعیت وزارت مرستیال اورمبتبک شامیرکانوف ویلي چې یاده مرسته د دغه هېواد د ولسمشر په مستقیمه سپارښتنه لېږل شوې او د کونړ د نورګل سیمې له کورنیو د ملاتړ په موخه ترسره شوې ده.

رسنیو لیکلي چې قرغیزستان د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې له افغانستان سره په ټوله کې څه باندې ۳۶۰ ټنه بشري مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.