Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د موټرسایکلونو د ثبت لړۍ پیلېدل؛ ځیني موټرسایکل‌لرونکي د محصول لپاره د ټاکل شوو پیسو کمېدو غوښتنه کوي

کندهار (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): کندهار کې د موټرسایکلونو د ثبت پروسې له پیلېدو سره د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم موټرسایکلونو ته د اسنادو په ورکولو جنايي پېښې او نورې سرغړونې کمېږي، خو کومې پیسې چې د اسنادو په بدل کې ترې اخیستل کېږي، ډېرې دي او دوی یې د ورکولو وس نه لري.

په کندهار کې د ترافیکو مدیریت له لوري د موټرسایکلونو د راجستر او نمبر پلېټ ورکولو بهیر څه باندې دوه اونۍ مخکې پیل شوی چې هم‌مهاله ورسره په ښار کې د بې‌اسنادو موټرسایکلونو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی دی.

د کندهار یو اوسېدونکی نظرمحمد وایي، موټرسایکلونو ته قانوني اسناد ورکول مثبت ګام دی؛ که وسایط په رسمي ډول ثبت شي، نو د غلا او نورو جنايي پېښو مخنیوی کېږي او خلک به د ترافیکي اصولو مراعاتولو لپاره هڅه کوي.

دی وایي، خو د اسناد په بدل کې اخیستل کېدونکی لګښت د ډېرو خلکو لپاره یوه جدي ستونزه ده او که یو کس د خپل موټرسایکل لپاره نمبر پلېټ اخلي او ثبتوي یې، شاوخوا ۶۵۰۰ افغانۍ لګښټ پرې راځي.

د کندهار یو بل اوسېدونکی عبدالقاهر وایي، بې‌روزګاره دی، نه شي کولای د موټرسایکل د اسنادو لپاره پيسې برابرې کړي او موټرسایکل یې ترافیکو ترې درولی دی.

هغه زیاته کړه: «له تېرو اتو میاشتو راهیسې بې‌روزګاره یم، اوس مې موټرسایکل د ترافیکو له خوا درول شوی، نو د اسنادو لپاره دومره پیسې له کومه کړم، پورونه راباندې دي، زه د هغو د ادا کولو وس نه لرم.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی سعدالله چې میاشتنی عاید یې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ دی وایي، حیران دی چې په دې پيسو د کور اړتیاوې پوره کړي او که موټرسایکل ته اسناد جوړ کړي.

هغه وویل: «زه چوکیداري کوم، پنځه زره افغانۍ معاش لرم، اوس څنګه وکم، دا پيسې زما د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای، نه پوهېږم چې خپل دغه زاړه موټرسایکل ته اسناد څنګه جوړ کړم.»

دی هم وایي چې د یوه موټرسایکل د اسنادو پر جوړولو تر ۶۵۰۰ افغانۍ لګښت راځي او غوښتنه کوي چې دغه لګښت کې دې کموالی راشي.

د کندهار د ترافیکو مسوولین بیا دا پروسه د نظم رامنځته کېدو او جنايي پېښو مخنیوي په موخه ډېره ګټوره بولي او وایي چې د موټرسایکلونو د کنټرول او راجستر له پیله راهیسې ترافیکي پېښې کمې شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې وویل: «دا پروسه د خلکو لپاره ډېره ګټوره ده، د جنايي او ترافیکي پېښو مخه نیول کېږي او خلک اصولو ته غاړه ږدي، مخکې هره ورځ ترافیکي پېښې وې، خو له هغې ورځې چې موږ دا موټرسایکلان کنټرول کړي، پېښې کمې شوې چې دا ډېر ښه زېری دی.»

غاور د پیسو په اړه هم څرګندونې وکړې ویې ویل، کله چې خلک موټرسایکلونه په څلوېښت او پنځوس زره افغانۍ اخلي، نو د اسنادو لپاره هم شاوخوا پنځه زره افغانۍ ډېرې نه دي.

د هغه په وینا، د نظم ټینګول د حکومت مکلفیت دی او خلک باید د وسایطو اسناد په خپل نوم ثبت کړي نه دا چې بې له اسنادو وسایط وچلوي.

هغه له خلکو وغوښتل چې له ترافیکو سره همکاري وکړي او ترافیک پولس دې ته مجبوروي چې له خلکو پر سړکونو موټرسایکل ودروي، بلکې خلک دې خپله خپل وسایط د محصول او اسنادو جوړولو لپاره د ترافیکو ریاست ته بوځي.

د ترافیکو مدیر د اسنادو جوړولو اقتصادي او ټولنیزو ګټو ته په اشاره وايي، ثبت شوي وسایط د غلا په صورت کې ژر پېژندل کېږي، عدلي او قضایي پروسې ګړندۍ کېږي او په ټولنه کې د سرغړونو مخنیوی کېږي.

کندهار کې د ترافیکو مدیریت له خوا تر اوسه شاوخوا ۲۰۰ موټرسایکلونو ته اسناد ورکول شوي او دغه راز تر ۵۰۰ ډېر د ښار له بېلابیلو برخو د ترافیکو مدیریت ته وړل شوي څو مالکین یې اسناد ورته جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.