زرنج (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د څه باندې ۳ کیلومتره سړک پخولو چارې پیل شوې او مسوولین وايي چې د دغه ښار د نورو سړکونو بیارغولو چارې به هم ژر پیل شي.
د زرنج د ښاروالۍ ریاست استازي انجنیر عليرضا زوري نن (یکشنبه، د تلې ۱۳مه) په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د زرنج ښار د ښاري پلان له مخکې، د ۳ کیلومتره او ۳۱۵ متره په اوږدوالي او د ۹ متره بر په درلودو د یوه سړک پخولو چارې نن پیل شوې چې د څلورنیمو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
هغه د سړکونو پخول مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د زرنج ښاروالي پلان لري څو د ښار ټول سړکونه په اساسي بڼه پاخه او بیا ورغوي.
په همدې حال کې، د زرنج ښاروال مولوي صلاحالدین ممتاز وویل چې دغه سړکونه د ښاروالۍ له ۴۲ میلیون او ۴۵۰ زره فغاینو پراختیايي بودجې جوړیږي.
هغه هم ژمنه وکړه چې د دغه ښار د نورو سړکونو د بیارغونې او قیر کولو چارې به هم پیل کړي.
په ورته مهال، د زرنج ښار اوسېدونکو او د ګذر وکیلانو د ښاروالۍ له دغه اقدامه د مننې ترڅنګ له سوداګرو او مرستندویانو وغوښتل څو په دغه برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP