Language

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د شل‌اوریزې لوبلړۍ درېیمه لوبه نن ترسره کېږي

کابل (پژواک،۱۳ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه نن ترسره کوي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه به نن ماښام اووه بجې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې په روانه شل‌اوریزې لوبلړۍ کې له دې مخکې خپلې دوه لوبې بایللې او په دغو سیالیو کې د بنګله‌دېش لوبډله دوه پر صفر مخکې ده.

د یادونې ده، افغان لوبډله به له دغو شل‌اوریزو لوبو وروسته له بنګله‌دېش سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړي چې لومړی لوبه به یې د اکټوبر په ۸مه، دویمه د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه به بیا د همدې میاشتې په ۱۴مه وي.