Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د غلا په تور نهه کسان نیول شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د غلو یوه نهه‌کسیزه ډله نیولې شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غلو دغه ډله د محمداغې ولسوالۍ په «دهنو» کلي کې د امنیتي ځواکونو له خوا هغه مهال نیول شوې چې د عاشق‌الله په نوم د یوه کس کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.

هغه زیاته کړه، له نیول شوو غلو یو شمېر وسلې او د غلا شوي ځیني وسایل هم ترلاسه شوي دي.

انس زیاتوي، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.