Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو درېیو میاشتو کې د هیواد له ګمرکونو څخه ۴۲۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): مالیې وزارت وایي، د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست په تېرو درېیو میاشتو کې د هیواد له یو شمېر ګمرکونو څخه ۴۲۴ ټانکره واردېدونکي بې کیفیته نفتي توکي بيرته ګرځولي دي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست، چي په تېرو درېیو میاشتو (چنګاښ،زمري او وږي) کې هیواد له یو شمېر ګمرکونو څخه ۴۲۴ ټانکره واردېدونکي بې کیفیته نفتي مواد بيرته ګرځولي دي.

یاد وزارت لیکلي، د مسترد شویو نفتي موادو له جملې ۳۹۷ ټانکره ډېزل او (۲۳) ټانکره پطرول له نیمروز بندر څخه او څلور ټانکره پطرولله حیرتان او شېرخان بندرونو څخه بيرته ګرځول شوي.

مالیې وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړيې

خبرپاڼه کې راغلي، نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل سويو معتبرو معیارونو له مخي، هیواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي موادو د را واردولو زمینه برابروي او د را واردېدونکو بې کیفته نفتي موادو په کلکه مخنیوی کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.