Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ ناسته کې ویلي، د سیاسي تعامل لار له افغانستان سره د اړیکو یواځینی انتخاب دی، ا.ا له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي اړیکې غواړي، د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نشته، له ناامنۍ د ځوریدونکو هیوادونو مسؤولین باید خپل مسؤلیت په خپله اوږه واخلي.
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته نن (سه‌شنبه) په مسکو کې جوړه شوه چې د افغانستان د امنیت، ثبات او له دغه هېواد سره د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.
ټاس اژانس راپور ورکړی چې په یاده ناسته کې به د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبېکستان او قرغیزستان استازي ګډون درلود.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په دغه غونډې کې ویلي، روسیې‎د یو جرأتمندانه اقدام په ترڅ کې یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده او دا داسې یو ګام وو چې د دواړو هیوادونو تر منځ یې بېساری عملي همکاریو ته لاره پرانیستله.
هغه ویلي، د مسکو په فارمټ تېره ناسته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴مه ترسره شوې وه له هغه وخت راهیسې په سیمه او نړۍ کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي خو له نېکه مرغه د افغانستان او سیمې اړیکې له پخوا لا ډېرې قوي او د لا ډېر استحکام په لور روانې شوې دي.
د ده په خبره، دا د افغانستان په اړه د بیروني نړۍ د مناسب درک او ښه نیت ښکارندویي کوي.
متقي ویلي: «مونږ او تاسي په داسې وخت کې سره راټول یو چې په سیمه او نړۍ کې د تغیراتو او تحولاتو څپه روانه ده. زما لپاره له ټولو ځانګړې او د پام وړ موضوع دا ده چې په داسې وخت کې زمونږ او ستاسي اړیکې د لا ډېر اعتماد او باور په لور روانې دي. زمونږ او ستاسي ننی مجلس د دې یوه څرګنده نښه ده.»
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تېرو څه د پاسه څلورو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت د افغانستان په امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد په برخه کې بې مخینې پرمختګونه کړي دي چې ټوله نړۍ په عمومي ډول او دلته د غړو هیوادونو ناست استازي یې باید له پامه ونه غورځوي.
د هغه په خبره، د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره دوی ته په امنیتي برخه کې بېساري لویې ننګونې په میراث پاتې شوې. داعش، د نشه اي توکو مافیا، د وسلو قاچاق او نور ټول هغه موارد چې زمونږ هیواد یې له سیمې او نړۍ بېګانه کړی وو؛ نن په ډېر ښه ډول مدیریت شوي دي. افغانستان اوس د امنیتي ننګونې پر ځای د سیمه ېیز ثبات شریک او د اقتصادي پرمختګ په فرصت بدل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «باید دا واضحه وي چې زمونږ او ستاسي سیمه کې د امنیت موضوع د اسلامي امارت له راتګ سره نه ده راپیدا شوې. د دې سیمې امنیتي موضوعات تر څلورو لسیزو زیات تاريخ لري. تېر شل کاله په افغانستان کې بهرنی حضور او له دې غیر مشروع حضور سره د سیمې د ځینو هیوادونو همکاري د امنیتي ستونزو د جوړېدلو اساسي لامل وو. چي له نیکه مرغه په تېرو څلورو کلونو کي د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کي له منځه تللي، زمونږ نظر دا دی چې دغه مثبت پرمختګ سره همکاري وشي او لاښه مدیریت شي تر څو بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي.»
ده زیاته کړې. سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.‌
هغه زیاته کړې، افغانستان کې هېڅ داسې ډله شتون نه لري چې د افغانستان له خاورې په استفادې نورو هیوادونو ته ستونزې جوړې کړي او هیله یې څرګنده کړې چې له ناامنۍ د ځوریدونکو هیوادونو مسؤلین خپل مسؤلیت په خپله اوږه واخلي.
د هغه په خبره: «زه په ډېر تأسف سره وایم چې ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې آرامۍ او امنیت د ستایلو پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم او له ټولو هیوادونو غواړم چې د افغانستان په قضیه کې د عیني واقعیتونو اوخپلو معلوماتو په رڼاکي مستقل دریځ خپل کړي تر څو وتوانېږو د سیمې مشکلاتو ته عملي او مؤثره تګلاره خپله کړو.»
متقي ویلي، د اسلامي امارت اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هیوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي دي چې د افغانستان حکومت ته د او تشویش وړ دي.
د ده په خبره، همدارنګه په افغانستان کي د مخدره موادو د کښت له بندیدو سره له افغانستان څخه دباندي په بیساري ډول د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی، د سیمې هیوادونه باید په مستقل ډول د یادو موضوعاتو څېړنې او بررسۍ پیل کړي.
د بهرنیو چارو وزیر په خبره، د افغانستان اسلامي امارت په لومړي ځل د ملي پراختیا پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړې چې پلي کېدل به یې د هیواد د تولیدي سکتور، پانګونې، صادراتو او زیربنا د پراختیا له لارې د اقتصاد بنسټونه نور هم پیاوړي کړي.
ده زیاته کړې: «څلور کاله وړاندې مونږ له نړۍ سره د تعامل په برخه کې له صفر پیل وکړ. د نړۍ ټولو هیوادونو ته مو پیام وړاندې کړ چې مونږ د اقتصاد محوره او متوازن سیاست په رڼا کې غواړو افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوو. د سیمې هیوادونو زمونږ پیام په مثبت نظر واخست چې له امله نن د سیمې له ټولو هیوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې لرو، همدارنګه نور هیوادونه هم دې درک ته رانږدې شوي دي چې د سیاسي تعامل لار له افغانستان سره د اړیکو یواځینی انتخاب دی.»
متقي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې د سیمې له هېوادونو سره، بلکې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او خپلو ارزښتونو په پام کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه ویلي: «مونږ غواړو له ټولو هیوادونو سره په مشترکاتو کار وکړو او د اختلافي مسائلو اړوند ډیالوګ او بحث رامنځ ته کړو. زمونږ په باور خبرې اترې، ناستې او مثبت تعامل د حل اساسي او د اعتماد سازۍ یواځینې لاره ده.»
ده ویلي : «زه له تاسي ټولو هیله لرم چې د افغانستان موضوع ته د ځمکنیو واقعیتو په نظر کي نیولو سره له مستقلې او نسبي زاویې وګورئ.‌ د افغان حکومت هغه هڅې چې د سیمې د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات په برخه کې یې کړي دي باید له پامه ونه غورځول شي.»
د هغه په خبره، دا چې د روسیې فدراسیون له اړخه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل یو مثبت اقدام وو، هیله لري له دې او ورته فارمټونو څخه په استفادې نور هیوادونو هم له افغانستان سره د عملي همکاریو په لور مثبت ګامونه واخلي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت ټینګه اراده ده چې افغانستان د سیمې د اتصال او اقتصادي پرمختګ د نښلون نکته جوړه کړي، اوس ښه موقع ده چې د ستونزو د شاربلو پر ځای اقتصادي ښکېلتیا ته لومړیتوب ورکړي.
هغه دغه راز ویلي، حاکم نړیوال نظم د غزې د بې ګناه ماشومانو، ښځو او سپین ګیرو په حق کې د روان ظلم په مخنیوي کې ناکام شوی دی.
ده زیاته کړې، دې حالت د ملګرو ملتونو په څېر د ټولو نړیوالو ادارو او د بشر د حقوقو فلسفه له لوی سوال سره مخ کړې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر هیله څرګند کړې چې د خبرو اترو په برخه کې روان پرمختګ په یوې داسې ملموسې نتیجې پای ته ورسېږي چې د فلسطین ولس پکې د خپل برخلیک ټاکلو د آزاد حق تر څنګ آرام ژوند ولري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.