Language

د اطلاعات او فرهنګ وزارت: د اشخاصو په نومونو د څلورلارو، واټونو او عامه ځایونو له نومولو دې ډډه وشي

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د اشخاصو په نومونو د څلورلارو، واټونو او عامه ځایونو له نومولو باید ډډه وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ د معین مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عباس کلي ساحې اوسېدونکو پر عرض‌پاڼه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې دا سیمه د حیدرخان کلا په نوم په ټولو دولتي اسنادو کې ثبت ده، باید له دې وروسته هم د حیدرخان کلا په نوم یاده شي.

سرچینې لیکلي، دغه‌راز د کندوز ښار د شهید عارف خان درې‌لارې، په فراه ولایت کې د اناردره درې‌لارې او په فاریاب کې د ارمان ګروپ درې‌لارې په نومونو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د حکم پر بنسټ، د اشخاصو په نومونو د څلورلارو، واټونو او عامه ځایونو له نومولو باید ډډه وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې پرېکړه وشو چې تخنیکي کمېټه دې یوه کړنلاره جوړه او په مرکز او ولایتونو کې دې له اړوندو ادارو سره شریکه کړي او د همدې کړنلارې له مخې دې چارې ترسره شي.