Language

د روسیې، چین، پاکستان او ایران د ځانګړو استازو څلور اړخیزه غونډه؛ افغانستان باید له بهرنۍ لاسوهنې پاک وي

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د چین، ایران، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو څلور اړخیزه ناسته کړې او د یوه باثبات، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ ترڅنګ یې ویلي چې دغه هېواد باید له بهرنۍ لاسوهنې پاک وي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان نن پر اېکس پاڼه لیکلي چې په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو څلور اړخیزه غونډه وشوه.

هغه لیکلي، په دې غونډه کې د پاکستان، چین، روسیې او ایران استازي شامل وو چې د سیمه‌ییزې سولې او امنیتي مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

محمدصادق خان زیاته کړې، د غونډې ګډونوالو په یو خوله د یوه باثبات، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان په ملاتړ پر خپله ژمنتیا بیا تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ او بهرنۍ مداخلې پاک هېواد وي.