Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته نن پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته نن (سه‌شنبه) په مسکو کې پیلېږي چې د افغانستان د امنیت، ثبات او له دغه هېواد سره د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه به بحث او خبرې په‌کې وشي.

ټاس اژانس راپور ورکړی چې په یاده ناسته کې به د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبېکستان او قرغیزستان استازي حضور ولري.

په راپور کې راغلي: «تمه کېږي چې د یادې ناستې ګډونوال به د افغانستان د ملي پخلاینې د اسانتیا لپاره پر بالقوه ګامونو او د کابل او د سیمې هېوادونو ترمنځ د دولتونو ترمنځ د اړیکو په ټولو برخو کې د تعامل پر پراختیا خبرې وکړي.»

د یادونې ده، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه مشورتي ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې متقي په لومړي ځل د رسمي غړي په توګه د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کوي.

مخکې له دې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي و چې د بلاروس یوه پلاوي ته هم یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.