اېبک (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د درهصوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د درېیو ښځو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وايي چې دغه پېښه نن (د تلې ۱۶مه) د دغه ولایت د درهصوف پایین ولسوالۍ په دهن خشک دره سیمه کې د یوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، یو سراچه موټر چې له مزارشریف څخه درهصوف پایین ولسوالۍ په لور روان و، پر لاره د موټر چلوونکي بېاحتیاطۍ له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
نوموړي څرګنده کړه چې یاده پېښه کې د درېیو ښځو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP