Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برېښنا شرکت: د برېښنا د لویو پروژو په اړه مو له ترکمنستاني پلاوي سره ګډې ناستې پیل کړې

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ترکمنستاني پلاوي سره د (TAP) پروژې، د هرات د نورالجهاد سب‌سټېشن ته د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد او د برېښنا د نورو لویو پروژو په اړه د لوړپوړو چارواکو په کچه خبرې اترې پیل شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه شرکت رهبرۍ د ترکمنستان له سفیر خواجه اوويزوف او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان برېښنا پروژو لپاره د دغه هېواد له عمومي مسوول مراد ارتیکوف او اړوند پلاوي سره د برېښنا پېرلو او لېږد پروژو په اړه ګډه ناسته پرون پیل شوې ده.

سرچینې لیکلي، د ناستې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس انجنیر صفي‌الله احمدزي له افغانستان سره د برېښنا برخه کې ‏د ترکمنستان همکاري ستایلې او دغه راز زیاته کړې یې ده چې د ګډې همکارۍ له مخې به نوي پرمختګونه هم په کې رامنځته شي.

سرچینې زیاته کړې، د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان برېښنا پروژو لپاره د ترکمنستان هېواد عمومي مسوول مراد ارتیکوف د برېښنا لېږد او شبکو پراختیا پروژو برخو کې یې وروستۍ ګډې هڅې، پرمختګونه او د راتلونکي لپاره نوو ساحو ته د برېښنا لېږد پلاني پروژو په تړاو ترسره شوي پرمختګونه ستایلي دي.

د برېښنا شرکت لیکلي، په دې ناسته کې د (TAP) پروژې، د هرات نورالجهاد سب‌سټېشن ته د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا د رالېږد پروژې، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ او فاریاب ولایت سرحدي ولسوالیو په څېر بې برېښنا سیمو ته د پیاوړې برېښنا لېږد پروژو، لرو پرتو سیمو ته د برېښنا اړتیاوو، سب‌سټېشنونو او شبکو لګښتونو، تخنیکي ارزونو اړوند راټولو شوو معلوماتو او ګڼو نورو اړخونو په اړه دوه اړخیزې خبرې وشوې.

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دا ناسته راتلونکو دوو ورځو ته هم وغځول شي چې پر تخنیکي اړخونو به هر اړخیزې خبرې وشي او په پای کې به ګډ پروتوکول هم لاسلیک شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.