Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتيا وزارت: کابل کې د مالګې د تولید يو شمېر فابريکې باید اصلاح او معیاري شي

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د درملو او خوړو معینیت وايي، کابل کې د مالګې له لسو تولیدي فابريکو يوازې درې فابريکې لازم معیارونه پوره کوي خو پاتې فابريکې اصلاح ته اړتیا لري او سپارښتنه ورته شوې څو خپلې چارې له ټاکل شوو معیارونو سره برابرې کړي.

پژواک خبري اژانس د خوړو خوندیتوب په دغه ځانګړي راپور کې په هېواد د تولیدېدونکې مالګې د کیفیت په اړه راپور چمتو کړی دی.

د عامې روغتيا وزارت د درملو او خوړو معینیت: کابل کې د مالګې د تولید له لسو فابريکو اووه یې معیاري کېدو ته اړتیا لري

د عامې روغتيا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوړو د علومو د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې کارپوه انجنير سید نعمت حسينيان پژواک ته وويل، دا مهال په ټول هېواد کې د مالګې د تولید او پروسس ۵۳ فابريکې فعالیت لري چې له دې ډلې لس فابريکې په کابل ښار کې دي.

نوموړي زياته کړه: «زموږ د خطر د شننې ټيم تېر کال د کابل ښار د مالګې د تولید له فابريکو لیدنه کړې، زموږ د تفتیش ټيمونو په ولایتونو کې هم ورته فعالیتونه ترسره کړي دي.»

نوموړی وایي، د مالګې د تولید له لسو فابريکو درې لویې فابريکې په رسمي ډول د عامې روغتيا له وزارت سره ثبت دي او د تولید او پروسس له پلوه د افغانستان اړتیاوې پوره کولای شي خو پاتې اووه فابريکې کوچنۍ دي چې د تولید اندازه يې کمه ده او بايد خپل فعالیتونه معیاري کړي.

حسينيان څرګنده کړه: «خو ډېری دا فابریکې معیاري کېدو ته نږدې دي، د دې فابریکو لپاره د اقتصادي کمېسیون له لوري شپږ مياشتې وخت ورکړل شوی څو معیارونه پوره کړي. موږ لازمې سپارښتنې ورته کړې چې ژر تر ژره معیاري شي او د مالګې تولید زیات کړي؛ ځکه موږ د مالګې واردات په بشپړ ډول بند کړي دي.»

هغه د مالګې له تولیدوونکو شرکتونو وغوښتل چې د عامې روغتيا وزارت معیارونه ترلاسه کړي، اړوند جوازونه واخلي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغه مالګه چې خلکو ته وړاندې کېږي، له فزیکي او کیمیاوي ککړتیاوو پاکه او صحي ده.

نوموړي د مالګې د تولید د ستونزو په اړه وويل: «په مالګو کې ککړتیاوې شته — له دوړو نیولې تر درنو فلزاتو پورې، د دې ترڅنګ د ایودین اندازه چې باید په مالګه کې موجوده وي، د لابراتواري ازموینو له مخې ډېره کمه ده.»

د ۸۵ ټنه بې‌کیفیته مالګې راټولول

حسينيان چې ویل یې د دغو فابريکو د تفتیش پر مهال شاوخوا ۸۵ ټنه بې‌کیفیته مالګه راټوله شوې زیاته یې کړه: «موږ دا اندازه مالګه له خوراکي توکو حذف کړه او نورو صنعتونو لکه د یخ جوړونې او د چرګانو فارمونو ته مو انتقال کړه.»

ده وویل، یو کس په اسانۍ سره کولای شي معیاري او غیرمعیاري مالګه وپېژني: «ځینې مالګې په غیرمعیاري ځایونو کې تولیدېږي، که مالګه په یوه ګیلاس اوبو کې حل کړئ او اوبه شفافې پاتې شوې، نو دا معیاري مالګه ده، خو که ککړتیا په‌کې ښکاره شوه، نو غیرمعیاري ده.»

د مالګې د یوې فابریکې د مالک څرګندونې

عبدالعظیم نجاتي چې کابل ښار کې د مالګې د تولید او پروسس د یوې فابریکې مشر دی وايي، دا فابریکه دوه کاله مخکې جوړه شوې او د خامو موادو سرچینه یې د تخار ولایت ده.

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ بستې مالګه پلوري زیاته کړه: «زه د خپلې فابریکې د معیاري توب په اړه څه نشم ویلی خو د خوړو او درملو ریاست زموږ فابریکه په کال کې دوه ځلې یا ډېره څاري، د خدای شکر دی، تر اوسه مو د نظافت او د شرعي اصولو د رعایت له اړخه کومه ستونزه نه لرله.»

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د مالګې د تولید د نورو فابريکو له مسوولینو سره هم خبرې وکړي خو هغوی مرکې ته چمتو نشول.

پر روغتیا د ککړې او لږ ‌ایودین لرونکې مالګې اغېزې

حسينيان وايي، د مالګې ککړتیا او د ایوډین کموالی د انسان د بدن پر سیسټمونو منفي اغېز کولای شي چې له دغو سیسټمونو یو هورموني، په ځانګړي ډول د ټایرایډ غدې سیسټم دی چې له عادي حالته وځي او د جاغور ناروغي رامنځته کوي.

نوموړي زیاته کړه، دا ستونزه د هاضمې پر سیسټم هم اغېز کولی شي، په رګونو کې رسوب رامنځته کوي، د وینې جریان بندوي او ان د زړه د ناروغیو لامل کېږي.

د حسینیان په وینا، په مالګه کې د ایوډین کمښت د ماشومانو د ذهني پیاوړتیا کچه راټیټوي چې د راتلونکي نسل لپاره خطرناکه تمامېدلی شي، دغه‌راز له هغو مالګو دوامداره استفاده چې په خپل ترکیب کې خاورې او نور درانه فلزات لري، د هاضمي سیسټم د ګډوډېدو او په اوږدمهال کې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي.

دغه‌راز، «د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټېټیوټ» کې د داخله ناروغیو متخصص، ډاکټر عبدالسمیع ستانکزي وویل، ایوډین یو ضروري منرال او اساسي عنصر دی چې د انسان وجود د سم فعالیت لپاره ورته اړتیا لري. د انسان بدن نشي کولای ایوډین تولید کړي، نو باید له خوړو یا ایوډین‌لرونکي مالګې یې ترلاسه کړي.

سرچینې په داسې حال کې چې ویل یې، ایوډین د ټیرویید هورمونونو جوړولو لپاره ضروري دی، زیاته کړه: «که موږ ایوډین له خوړو یا مالګې ترلاسه نه‌کړو، هورمونونه نه جوړېږي او د جاغور رامنځته کېدو لامل کېدای شي. دغه هورمونونه د انسان د بدن د جوړښت او میتابولیزم لپاره مهم رول لري.»

د نوموړي په وینا، که چېرې میندوارو ښځو ته کافي ایوډین ونه رسېږي، د جنین د سقط یا د مړ ماشوم پیدا کېدو، د ذهني ستونزو لرونکي او کم‌وزنه ماشوم زېږېدو او د جنین د دماغ په وده کې د اختلال لامل کېدای شي او په ماشومانو کې د ذهني کمزورتیا، زده کولو او تمرکز کې کمزورتیا، جسمي او ذهني ودې ځنډ، په خبرو کولو کې د ستونزو او ذهني شاته پاتې کېدو لامل ګرځي.

سرچینې زیاته کړه، باید بې‌کیفیته او بې‌ایوډین مالګو له تولیده مخنیوی وشي، سرغړوونکي شرکتونه باید وتړل شي او هر شرکت باید ځان مسوول وبولي او د خلکو له ژوند سره لوبې ونه‌کړي.

هغه له ښاریانو غواړي چې له بسته‌بندي شوې ایوډین‌لرونکي او د عامې روغتیا وزارت له لوري مهر شوې مالګه وپېري، مالګه باید په وچ، تور رنګه او کلک تړل شوي لوښي کې وساتل شي څو ایوډین یې له منځه ولاړ نه‌شي، مالګه باید د پخلي په پای کې واچول شي څو د تودوخې په لوړه درجه کې ایوډین خراب نه‌شي، د سر خلاصه او بې‌ لوګو مالګو له پېرلو دې ډډه وکړي.

ورته مهال، د داخله ناروغیو متخصص نثاراحمد ظهیر وايي، د مالګې ډېر مصرف کولای شي د وینې فشار لوړېدو، د زړه حملې، دماغي او مغزي سکتو لامل شي، دغه‌راز د بې‌ایوډین مالګو کارول د جاغور، ماشومانو کې د ذهني توانايي کمېدو، په وده کې یې اختلال او په میندواره مېرمنو کې د جنین د سقط یا مړ ماشوم زېږېدو لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې بې‌کیفیته او بې‌ایوډینه مالګه ډېره کارول کیږي، د هېواد په ډېریو سیمو کې په ځانګړي توګه هغه سیمې چې د غرونو په لمنو او لوړو څوکو کې یې خلک ژوند کوي او ایوډین‌لرونکې مالګې ته لاسرسی نه‌لري، ځینې ناروغۍ لکه جاغور او تایراید کم فعالیت په کې ډېرې لیدل کیږي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، له ایوډین لرونکې مالګې چې د عامې روغتیا وزارت نښه ولري کار واخلي، کومې مالګې چې پیري سر یې پټ وي، تاریخ یې سم وي او د بې‌نوم مالګو له پېرلو دې ډډه وکړي.

ښاریان: اسلامي امارت دې د مالګې له تولیداتو جدي څارنه وکړي

احمدفیاض چې د حبیبیې لېسې مخې ته فلافل پلوري وايي: «موږ له «صحت» مالګې کار اخلو، هم دلته او هم کور کې … له هغه وخته چې مو خپل کار پیل کړی، له همدې مالګې کار اخلم، د مالګې پر پوښ لیکل شوي چې ایوډین لري او کیفیت یې هم ښه دی.»

هغه وویل چې په بازار کې هم ښه کیفیت لرونکې او هم بې‌کیفیته مالګې موندل کېږي، خو د باکیفیته مالګو بیې له بې‌کیفیته مالګو لوړې وي.

نوموړی له اسلامي امارته د جدي څارنې غوښتنه کوي څو له بازاره بې‌کیفیته مالګې ټولې کړي.

دغه‌راز، سمیع‌الله چې په تایمني ساحه کې بولاني پلوري هم وویل چې په بازار کې باکیفیته او بې‌کیفیته مالګې پیدا کېږي، یو وخت یې له داسې مالګې کار اخیست چې رنګ یې خړ و او ترکیب کې یې شګه لیدل کېده.

ورته مهال، د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی مولاداد وايي: «موږ چې کومه مالګه کاروو، تصفیه شوې او معیاري ده، ایوډین لري او ډېره پاکه مالګه ده.»

د نوموړي په وینا، کله چې مالګه په اوبو کې واچول شي، واضح ښکاري چې باکیفیته او ایوډین لرونکي مالګه ده که نه او که تصفیه شوې نه وي خاورې او شګه په کې واضح ښکاري.

درې واړه سرچینې له اسلامي امارت څخه غواړي چې شرکتونو ته د بې‌کیفیته او بې‌ایوډینه مالګو د تولید اجازه ورنه‌کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.