کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ (چهارشنبې) ۵۰۲۰ افغانان له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي او ورته د مالي مرستو او روغتیايي خدماتو په ګډون بېلابېل اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د اړوندو کاري کمېټو راپور خپور کړی چې پکې راغلي، د هېواد له بېلابېلو لارو افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، په هرات کې د اسلامکلا له لارې ۶۳۷ کسان، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۸۳۶ مسافر او ۱۸۴ مهاجرین، د کندهار سپینبولدک له لارې ۲۲۸۴ او د ننګرهار د تورځم له لارې ۱۰۷۹ کسان راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ ۴۶۲۸ راستانه شوي کسان خپلو سیمو ته لېږدول شوي، د راستنو شوو کډوالو له ۷۳۵ کورنیو سره اړینې مرستې شوې او ۹۱۸ سیمکارتونه ورکړل شوي دي.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، له راستنو شوو کسانو سره ټولټال څه باندې لس عشاریه پنځه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې او د کرایې پیسې هم ورکړل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د یادو خدماتو ترڅنګ د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټو راستنو شوو هېوادوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی هم ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP