Language

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): د ۲۰۲۷ کال اسیا ملتونو جام مقدماتي سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

دغه لوبه نن ماسپښین د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه.

په یاده لوبه کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې ونه توانېدې چې د سیالۍ تر پایه ګول ووهي او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د روان کال د تلې په ۲۲مه خپله دویمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړي.