Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند د بهرنیو چارو وزیر: په کابل کې به خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړو

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي چې په کابل کې به خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.

ټایمز اف اېنډیا د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له قوله راپور ورکړی چې نوی ډیلي په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو مذاکرات په ترڅ کې د سفارت کچې ته لوړوي.

جي شنکر ویلي: «خوښ یم چې نن په کابل کې د سفارت کچې ته د هند د تخنیکي ماموریت د لوړولو اعلان کوم.»

هغه څرګنده کړې: «هند په بشپړ ډول د افغانستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیاو او خپلواکۍ ته ژمن دی. زموږ ترمنځ نږدې همکاري ستاسو له ملي پراختیا او دغه راز سمیه‌ییز ثبات سره مرسته کوي، خوښ یم چې نن په کابل کې د سفارت کچې ته د هند تخنیکي ماموریت د لوړېدولو اعلان کوم.»

د یادونې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر هند ته تللی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.