Language

مکسیکو کې د سېلابونو له امله ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په مکسیکو کې د سختو سېلابونو له امله ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور نادرکه شوي دي.

الجزیرې نن د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله په یوه راپور کې لیکلي چې په مکسیکو کې د سخت ورښت له امله سېلابونه راوتلي چې لږ تر لږه ۲۸ کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور نادرکه دي.

سرچینې لیکلي، له پرون (جمعې) ورځې راهیسې د مکسیکو په پلازمېنه او سویل ختیځو برخو کې سېلابونو سړکونه ویجاړ کړي او په ځینو ښارونو کې برېښنا پرې شوې ده.

سرچینې د معلوماتو له مخې، يه یادو سېلابونو کې تر ټولو ډېر زیان مرکزي ایالت هیدالګو ته رسېدلی چې ځمک‌ښویدنې او د اوبو کچې لوړېدو له امله په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کورونه، ۵۹ روغتونونه او ۳۰۸ ښوونځي زیانمن شوي دي.