کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د افغانستان د صادراتو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې او د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د سوداګرۍ کچه ۶ میلیارده او ۷۸۳ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله ۳۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (شنبه) په یوه راپور کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په حواله لیکلي چې د صادراتو د کچې زیاتېدل د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښهوالي، د کورنیو تولیداتو د ودې او د سوداګرۍ سکټور ته د اسلامي امارت د جدي پاملرنې ښکارندويي کوي.
په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان د صادراتو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۶ میلیاد او ۷۸۳ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې اسلامي امارت د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو، په صادراتو کې اسانتیاوو برابرولو، د ملي تولیداتو په پیاوړتیا او له پانګهوالو او سوداګرو د ملاتړ د پاليسیو په عملي کولو سره توانېدلی چې د اقتصادي ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
د ریاستالوزارء اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستانه پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، اوزبېکستان، ترکیې، ایران، چین او عراق ته د ۷۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
د یاد راپور په بله برخه کې لیکل شوي چې افغانستان دمګړۍ د نړۍ له څه باندې ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې د تولیدي فابریکو شمېر له ۳۵۰۰ څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
سرچینې څرګنده کړې چې د فابریکو د شمېر په زیاتېدو سره د تولید کچه هم د پام وړ لوړه شوې او ډېری کسانو ته پکې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP