کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دیوبند له سترې مدرسې د لیدنې پر مهال ویلي چې د هند او افغانستان د اړیکو راتلونکی ډېر روښانه ښکاري.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یاده لیدنه کې ویلي: «تر اوسه ډېر ښه سفر و؛ نه یوازې د دیوبند د دارالعلوم خلکو، بلکې د یادې سیمې ټولو خلکو زموږ هرکلی وکړ، زه د هغوی له دغه تود هرکلي منندوی یم... د دیوبند له عالمانو او د دې سیمې د اوسېدونکو د تود هرکلي له امله مننه کوم.»
رسنیو د متقي له قوله ویلي چې د هند او افغانستان د اړیکو راتلونکی ډېر روښانه ښکاري.
د یادونې ده، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د تېرې اونۍ چهارشنبه ورځ هند ته ولاړ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه ناسته کې یې ویلي چې له نوي ډيلي سره د متقابل احترام، سوداګرۍ او ولسي، سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP