Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې یې لومړۍ لوبه ګټلې، نن له بنګله‌دېش سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلورنیمې بجې د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې له بنګله‌دېش سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د دویمې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه پرون تمرینات ترسره کړل.

دغه سیالي د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې ده.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له بنګله‌دېش سره خپله درېیمه لوبه د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.