Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د افغان ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې شاوخوا ۸۸ پاکستاني نظامیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي، تېره شپه د فرضي کرښې په اوږدو کې افغان ځواکونو د پاکستان تر شلو پوستې تصرف کړې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

چارواکي وایي، د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمینه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.

د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «هغه غږ چې دوې شپې مخکې په کابل ښار کې اورېدلی شوی و، په اړه یې څېړنې وشوی، پر ځمکه کومه پېښه نه ده شوې، وروسته هغو متخصصینو چې په دې برخه کې یې مهارت درلود، تثبیت کړه چې الوتکې راغلې او په هوا کې یې چاودنې ته ورته غږ خوشی کړ، البته طبعا موخه یې یوازې وېرول وو، او دا خپله د حریم نقض دی.»

تېره شپه د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

ذبیح‌الله مجاهد نن کابل کې په خبري ناسته کې د پژواک خبري اژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د تېرې شپې عملیات د افغانستان د اسلامي امارت له خوا پيل شوي وو.

دی وایي، دا د ډیورند د ټولې فرضي کرښې په اوږدو کې هغه انتقامي عملیات وو چې د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په ځواب کې ترسره شول.

مجاهد وویل چې د افغاان ځواکونو په دې عملیاتو کې د پاکستان تر شلو زیاتې پوستې تصرف شوې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: «تر نهو پورې زموږ مجاهدین هم شهیدان شوي، ۱۶ تر ۱۸ پورې ټپیان لرو او د دوی وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت یاد عملیات تېره نیمه شپه د قطر او سعودي عربستان د غوښتو پراساس ودرول.

خو دی وایي چې نن سهار د پاکستان له اړخه په ځینو سیمو کې د افغانستان پر پوستو بیا ډزې شوې او جګړې ته لمن وهل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.