کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون نن سهار پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې پر شپه پاکستان پر کابل او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل.
تېره شپه د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP