کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): قطر، ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوو ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې له خبرو اترو او زغم کار واخلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، دغه وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو او د سیمې پر امنیت او ثبات د هغو د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له دواړو لورو غوښتي چې خبرو، ډيپلوماسۍ او زغم ته لومړيتوب ورکړي او اختلافات داسې اداره کړي چې د ترینګلتیاوو د کمېدو او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لامل شي څو سیمهییز امنیت او ثبات ټينګ شي.
یاد وزارت یو ځل بیا ټينګار کړی چې د قطر دولت به د هغو ټولو سیمهییزو او نړۍوالو هڅو ملاتړ ته چې د نړۍ د سولې او امنیت د پياوړتيا لپاره ترسره کېږي، دوام ورکړي او لیکلي یې دي: «قطر د افغانستان او پاکستان د ولسونو د امنیت او سوکالۍ د ټينګښت لپاره خپله ژمنتیا اعلانوي.»
د تېرې جمعې په شپه پاکستان پر کابل او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل.
تېره شپه د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون شپه په یوې اعلامیې کې لیکلي، د اسلامي امارت وسلهوالو ځواکونو د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم د پرلپسې نقض او د افغانسان پر خاوره د هوايي بریدونو په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر مرکزونو بریالي غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړل.
یاد وزارت اعلان کړی چې دا عملیات د شپې شاوخوا دوولس بجې پای ته رسېدلي او که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي، د هېواد وسلهوال ځواکونه د ملي حریم د دفاع لپاره چمتو دي او پرېکنده ځواب به ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP