هرات (پژواک، د ۱۴۰۴ د میزان ۲۱مه): د اسلامي امارت او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو د افغانستان په خاوره کې د تاپي پروژې د کار له جريان څخه ليدنه کړې ده.
د هېواد د کانونو او پټروليم وزير مولوي هدایتالله بدري د هرات له يو شمېر سيمهييزو مسوولينو او د ترکمنستان له يوه لوړ پوړي پلاوي سره چې مشري يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير او د ولسمشر مرستيال رشيد مرادوف کوله، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له کارونو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پر پرمختګ خوښي څرګنده کړه او دا پرمختګونه يې د پام وړ او هيله بښونکي وبلل.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان وويل چې تر اوسه تر هراته د تاپي پروژې څه باندې۱۰۰ کيلومتره برخه سروې شوې او نږدې ۷۰ کيلومتره لار د پایپ غځولو ته چمتو شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې تر اوسه ۱۴ کيلومتره پایپلاین غځول شوی او ۶۰ کيلومتره نوره لار هم د پايپ غځولو لپاره هواره شوې ده.
نوموړي وويل، د دې ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو چارواکو د کار د چټکتيا او د تخنيکي همکاريو د پياوړتيا په اړه هم خبرې وکړې.
بلخوا، د ټولګټو چارو وزارت معين مولوي محمداسحاق صاحبزاده وويل چې د ټاپي پروژې ترڅنګ د تورغنډي بندر اړوند تاسيسات هم د شاوخوا اووه ميليونه ډالرو په لګښت د ترکمنستان له لورې جوړېږي.
هغه زياته کړه، کله چې دا تاسيسات بشپړ شي، د ګاز لېږد او سوداګريزو چارو په بهير کې به د پام وړ آسانتياوې رامنځته کړي.
دغهراز، د هرات والي شيخ مولانا اسلامجار وويل چې د ټاپي پروژې چارې د عصري وسايلو او تجهيزاتو پرمټ روانې دي او ترکمن چارواکو په دې سفر کې د یادې پروژې د چارو چټکتيا ته جدي لېوالتيا څرګنده کړه.
ټاپي هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز لېږدونې پروژه ده . دغه پروژه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP