Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس د اوربند هوکړې له مخې اووه اسرائیلي زندانیان خوشي کړي

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د حماس غورځنګ د اوربند د هوکړې له مخې اووه اسرائیلي بندیان خوشي کړي او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې استازو ته یې سپارلې دي.

تېره اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په مصر کې غیرمستقیم مذاکرات په غزه کې د سولې لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي ۲۰ ماده‌ییز پلان د لومړۍ پړاو پر سر د هوکړې لامل شوي دي چې پکې له غزې د اسراییلي ځواکونو وتل او د بندیانو تبادله شامل دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې حماس ۷ اسراییلي بندیان د سره صلیب نړۍوالې کمیټې (ICRC) استازو ته سپارلي دي.

په راپور کې راغلي چې بندیان به د طبي معایناتو، حمام او جامو بدلولو لپاره د اسراییلو پوځي اډې «رئیم» ته ولیږدول شي.

سرچینې لیکلي چې د دې هوکړې له مخې، حماس به د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کې چې ډېری یې له محکمې پرته بندیان دي، ۲۰ اسراییلي بندیان خوشي کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.