کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي چې معلولینو، کونډو او یتیمانو ته یې د تېرو شپږو میاشتو حقوق وېشلي او نن د تلې، لړم او لېندۍ میاشتو د حقوقو د ورکړې لړۍ پیل شوه.
په دې تړاو کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړې شوې غونډې ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي فیصل خاموش وویل چې له دې وزارت سره تر دې دمه په مرکز او ولایتونو کې ۶۹۴ زره او ۹۷۸ کونډې، یتیمان او معلولین ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه: «په دې کې ۴۰۵ زره او ۷۶۳ یتیمان، ۱۰۰ زره او ۷۹۹ کونډې او ۱۸۸ زره ۴۱۶ تنه معلولین شامل دي چې ۴۹ زره او ۷۸۴ یې ښځې دي.»
نوموړی وایی، روان کال په لومړي پړاو کې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د وري، غویي او غبرګولې میاشتو او په دویم پړاو کې د چنګاښ، زمري او وږي میاشتو حقوق ووېشل شول او دا دی نن د درېیم پړاو (د تلې، لړم او لېندۍ» میاشتو، میاشتني حقوقو د وېش لړۍ پیل شوه او د دوی بانکي حسابونو ته به پیسې حواله شي.
هغه زیاته کړه، د شفافیت د تامین په موخه ځانګړی برېښنایي سېسټم رامنځته شوی او په ټولو ولایتونو کې فعال دی چې تر دې دمه د ۵۲۹۷۴۶ کونډو، یتیمانو او معلولینو اړوند معلومات په کې ثبت شوي او دوی ته د هویت کارتونه ورکړل شوي دي.
خاموش وویل، په روان کال کې له خیریه بنسټونو او همکارو موسسو سره په همغږۍ له ۷۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي او غیرخوراکي توکو او نغدي مرستې شوي دي.
همدارنګه په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس کلیمالله افغان وویل، په روان مالي کال کې دغه وزارت ته ۱۲ میلیارډه افغانۍ بودیجه ځانکړې شوې وه چې له ډلې یې تر دې دمه ۸ میلیارده او ۱۹۰ میلیونه او ۸۵۳ زره افغانۍ په مرکز او ولایتونو کې پر کونډو، یتیمانو او معلولینو وېشل شوې دي.
هغه زیاته کړه، د شهیدانو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې ډېری په شرایطو برابرو یتیمانو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
هغه وویل: «مونږ هڅه کوو چې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو څو دغه قشر په ټولنه کې ادغام او د ژوند کیفیت یې لوړ شي.»
نوموړي دا هم وویل چې په ثبت شوو معلولینو، یتیمانو او کونډو کې ۱۲۲ زره د تېر حکومت معلولین، کونډې او یتیمان شامل دي او ترمنځ یې توپیر نشته او ټولو ته یو ډول خدمات وړاندې کېږي.
افغان وایي، معلولین په کټګوریو وېشل شوي او له ۲۰۰ افغانیو نیولی تر ۳۰۰۰، ۵۰۰۰، ۶۰۰۰، ۱۲۰۰، ۱۵۰۰۰ او بیا ۲۰۰۰۰ افغانیو پورې ورکول کېږي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې ښځینه کارکوونکې لري څو د ګونډو او ښځینه معلولینو حالت وګوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP