Language

تېرو شپږو میاشتو کې بلخ کې د ترافیکي پېښو له امله ۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د بلخ امنیه قومانداني وايي چې تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ پر خپله ایکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلابیلو سیمو کې ۱۵۵ ترافیکي پېښې شوې دي.

سرچینې څرګنده کړې چې د دغو ترافیکي پېښو له امله ۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ ویلي: «په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۵ ترافیکي پېښې شوط چې له امله یې د ځوانانو، ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.»

Related Topics