Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برخلیک ټاکونکې لوبه؛ افغان فوټبال ملي لوبډله نن د پاکستان پروړاندې لوبېږي

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال اسیا ملتونو جام مقدماتي لوبو په «راتګ» سیالي کې نن د پاکستان له ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کوي.

دغه مهمه او حساسه لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷:۳۰ بجې د کویټ په فروانیه ښار کې د «الصباح السالم» په لوبغالي کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان د ملي لوبډلې درېیمه تمریني غونډه تېره شپه د فروانیې په ښار کې ترسره شو.

دواړو لوبډلو د «تګ» سیالي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه، له ګول پرته مساوي پای ته ورسېده؛ هغه پایله چې ډلې د جدول د شرایطو ته په کتو یې دواړه لوبډلې له یوه نازک موقعیت سره مخ کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو هرې یوې له درېیو لوبو یوازې یو امتیاز ترلاسه کړی دی.

لومړۍ لوبه له ګڼو مواردو سره مل وه چې پکې د افغان لوبغاړو لپاره د ویزو د صادرېدو ځنډ هم شامل و او د همدې له امله د افغانستان د ملي لوبډلې ډېری غړي د لوبې په ورځ اسلام‌اباد ته ورسېدل.

د افغانستان ملي فوټبال لوبډله تر دې دمه د ۲۰۲۷ کال اسیا  ملتونو جام مقدماتي پړاو په سیالیو کې د سوریې، میانمار او پاکستان پر وړاندې میدان ته ښکته شوې چې دوې لوبې یې ګټلي او یوه یې مساوي پای ته رسولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.