کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شري یا سرخکان واکسین ملي کمپاین پرمهال شاوخوا ۸.۳ میلیون ماشومان واکسين شوي او ډېر ژر به د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو کې هم دغه کمپاين پیل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د شري دغه واکسين د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ملي پروګرام د «GAVI» نړۍوال اتحاد په مالي ملاتړ او د روغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف په تخنیکي همکارۍ تطبیق شو.
سرچينه زیاتوي ياد کمپاين د هیواد په ۱۷ ولایتونو (کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، میدانوردګ، غزني، پکتیکا، دایکنډي، غور، فاریاب، بادغېس، بغلان، بامیان او سرپل) کې تطبیق شو او شاوخوا ۸.۳ میلیون ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر لسو کلونو پورې وو، دغه واکسین ترلاسه کړل.
په اعلامیه کې راغلي: «دا لاستهراوړنه د شري ناروغۍ پر وړاندې د هېواد د ماشومانو د روغتیا خوندیتوب او معافیت لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.»
سرچينې یادونه کړې چې د دې کمپاین دویم پړاو به ډېر ژر د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو کې پیل شي څو ټول وړ ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP