خوست (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د پکتیکا د تروو او وړممۍ ولسوالیو اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده.
یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې همدا اوس (شاوخوا ۱۱ بجې) د پکتيکا تروو ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د «قمرالدین» او «خانمحمد» په نومونو دروازو کې زوروره جګړه پيل شوې او سيمې ته تازه دمي ځواکونه هم ور رسېدلي دي.
سرچینې دغهراز زیاته کړه، له دې سره هممهاله د وړممۍ ولسوالۍ په «لاړي» نومې سرحدي دروازه کې هم جګړه پيل شوې ده.
دا په داسې حال کې چې نن سهار د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې تلفات هم لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، نن سهار پاکستان بیا پر سپینبولدک برید وکړ او د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د پاکستان ګڼ شمېر نظامیان وژل شوي او پوستې او مرکزونه یې له وسلو او ټانکونو سره نیول شوي دي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP