کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د پهلوانۍ او زورخانهيي برخو ورزشکارانو د مصر او ایران په کوربهتوب له نړۍوالو سیالیو د برونزو د ۲۵ بېلابېلو مډالونو له ګټلو وروسته بېرته هېواد ته راستانه او د المپیک ملي کمېټې له خوا وستایل شول.
په دې تړاو جوړه غونډه کې د زورخانهیي ورزشونو د فدراسیون رئیس مصطفی نورستاني وویل، د اسیا اتلولۍ اووم پړاو سیالۍ د ایران په کوربهتوب د اکټوبر له ۸مې تر ۱۱مې پورې ترسره شوې.
هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې افغان ورزشکارانو ۱۱ د برونزو مډالونه وګټل او د ۲۰ هېوادونو ترمنځ یې درېیم مقام ترلاسه کړ.
د نوموړي په خبره، په دغو سیالیو کې ایران لومړی او عراق دویم مقامونه خپل کړل.
دغهراز، په یاده غونډه کې شېراحمد چې د مصر په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان د پهلوانۍ ملي لوبډلې مشري کوله، وویل چې د «ابراهیم مصطفی» په نوم نړۍوالې سیالۍ د افغانستان په ګډون د نهو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د مصر په اسکندریه ښار کې د روانې اکټوبر میاشتې له نهمې تر ۱۴مې ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې افغان ورزشکارانو په دوو سني (ځوانان او لویان) کټګوریو کې ګډون کړي و.
نوموړی وایي، په یادو سیالیو کې افغان ورزشکارانو د ځوانانو په کټګورۍ کې څلور د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
هغه زیاتوي، د لویانو په کټګورۍ کې افغان ورزشکارانو دوه د سرو زرو، درې د سپینو زرو او درې د برونزو مډالونه په ګټلو سره په دغو سیالیو کې دویم مقام وګاټه.
احمدشکېب عطایي، د افغانستان د زورخانهيي ملي لوبډلې لوبغاړي چې د ایران په سیالیو کې یې ګډون کړی و، پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې د برونزو مډال یې ګټلی او هېواد ته یې ویاړ ور په برخه کړی دی.
هغه د المپیک له ملي کمېټې غوښتنه وکړه، هغه ورزشکاران چې هر وخت یې هېواد ته مډالونه ګټلي دوی ته دې پاملرنه وشي، معاش دې ورته وټاکل شي څو په ارام ذهن خپل ورزش ته دوام ورکړي.
د پهلوانۍ ملي لوبډلې لوبغاړی یاسر رحماني چې د مصر په سیالیو کې یې د سرو زرو مډال ګټلی وایي، ډېر خوشحاله دی چې په لومړي ځل په دغسې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي او د سرو زرو مډال ګټي.
هغه زیاته کړه چې دغو سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی و او پر دې وتوانید چې ښه نتیجه ترلاسه کړي.
نوموړي هم د المپیک له ملي کمېټې غوښتنه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې دې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP