کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنيو چاور وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د چين له سفیر سره په ليدنه کې ویلي چې ا.ا د متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او له هيڅ يو هېواد سره د بل هېواد پر ضد اړيکې نه پالي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند ضياءاحمد نن پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمدنعیم د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
هغه لیکلي چې مالي او اداري مرستیال د افغانستان او چین اړیکې ژورې او تاریخي بللې، د چین له مرستو یې مننه وکړه او د واحد چین د اصل پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
ډاکټر محمدنعیم ویلي: «اسلامي امارت د متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او له هيڅ يو هېواد سره د بل هېواد پر ضد اړيکې نه پالي.»
خبرپانه کې راغلي چې په کابل کې د چين سفیر د ا.ا د اصولي دریځ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې چین د افغانستان ملي حاکمیت ته بشپړ درناوی لري او هم له افغانستان سره د دوامدارو همکاریو غوښتونکی دی.
سرچینه زیاتوي چې په ناسته کې د پاکستان له لوري څو ورځې مخکې «پر افغانستان د ټولو انساني او اسلامي او د ګاونډيتوب د اصولو خلاف بريد» يادونه هم وشوه.
ډاکټر محمدنعیم په دې اړه د اسلامي امارت واضح موقف په بيانولو سره ویلي چې یاد برید «يو ظالمانه او بزدلانه بريد و چې مناسب ځواب يې هم وويل شو.»
هغه زياته کړې ده: «جنګ او جګړه د ستونزو حل لاره نه ده او اسلامي امارت له ټولو، په ځانګړي ډول خپلو ګاونډيانو سره ښه او مثبت روابط غواړي. البته که څوک زموږ پر حقوقو او ارزښتونو تېری وکړي نو افغان ولس له خپلو حقوقو او ارزښتونو دفاع د ځان ثابت حق ګڼي او په ښه توګه له خپل ځان او حقوقو څخه دفاع کولای شي.»
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ په دې ناسته کې په ټینګار سره ویلي چې ستونزې بايد د تفاهم او خبرو له لارې حل شي، نه د جنګ او جګړې له لارې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP