غزنيښار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): غزني کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت د قرهباغ او مقر ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولايت د امنیه قوماندانۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ ناوخته د کابل ـ کندهار پر لویه لار د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د عبدالله ګل په سیمه کې يو پاسو موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې موټرچلوونکی ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
د سرچینې په وینا، امنيتي ځواکونه پر وخت سيمې ته رسېدلي او ټپيان يې لومړی سيمهييز روغتون او وروسته د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دویمه ترافیکي پېښه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د راده غاړي په سيمه کې د موټرسایکل او مازدا ډوله موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله يې د موټرسایکل چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان سخت ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي، د دواړو پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP