زرنج (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): نیمروز کې د لاسي صنایعو تولیدوونکې یو شمېر ښځې بازار ته د مستقیم لاسرسي له نه درلودو او د ډېر زیار په نتیجه کې د کم عاید له ترلاسه کولو شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی د لاسي صنایعو د پلور لپاره دې ورته ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.
د نمیروز په مرکز زرنج ښار کې۵۰ کلنه کریمه له خپلو درېیو لوڼو سره بلوچي لاسي جامې «زیګپدان بلوچي» جوړوي او د هغو د پلور له لارې خپل کورني لګښتونه پوره کوي.
د هغې په خبره، «زیګپدان بلوچي» د بلوچ ښځو دودیزې او په خامک جوړې ښکلې جامې دي چې له وریښمني او نخي ټوټو په بېلابېلو رنګونو کې په هندسي، لوزي، ستارهیي او ګلکاري ډیزایونونه جوړېږي.

هغه وايي، د «زیګپدان بلوچي» جامو ګنډل مې له مور او نیا زده کړي او بیا ما خپلو لوڼو ته هم ور زده کړي دي.
هغې وویل: «زه د کور سرپرست نه لرم، خاوند مې مړ شوی، د څلورو اولادونو نفقه، د کور کرایه او ټولې اړتیا پخپله د همدې کار له لارې پیدا کوم.»
هغې د خپلو تولیداتو له درکه د کم عاید له ترلاسه کولو ناخوښي څرګنده کړه ویې ویل: «د زیګپدان بلوچي جامو ګنډل ډېره حوصله غواړي، ډېر په زحمت کېږو، اخر موږ ته ۷ زره افغانۍ راکوي چې په سختۍ د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوو. تاسو باور وکړئ چې په ایران کې د یو جوړ جامو بیه ۱۵ میلیون تومان یعنې لس زره افغانۍ او اروپا کې په ۳۰۰ ډالرو پلورل کېږي.»
کریمه له حکومته غواړي چې په نیمروز کې صنعتګرو ښځو ته یو بازارګوټی یا مارکېټ جوړ کړي څو د خپلو لاسي صنایعو ګټه دوی خپله واخلي.
کریمې زیاته کړه: «په نیمروز ولایت کې ډېری ښځې مجبورې دي چې دغه ډول خیاطي په کمه وجوره وکړي. زموږ په کلي کې ډېرې ګڼ کسیزې کورنۍ شته چې ښځې یې له همدې لارې د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.»
بلخوا، ۲۲ کلنه زرمینه چې له ۱۲ کلنۍ د «زیګپدان بلوچي» جامو جوړولو او خامکګڼدلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونو کې ونډه اخلي وايي، څو ځلې یې د پلار پور خلاص کړی، د مور درملنه یې کړې او د کور لګښتونه یې پوره کړي دي.
هغه هم له دې امله چې د خپل دغه کار له امله چندان عاید لاس ته نه راوړي اندېښمنه ده او وايي: «همدغه د زیګپدان بلوچي جامې چې موږ یې په څومره زیار جوړوو، زموږ سترګې ضعیفوې او ملا مو کوپېږي، اخر موږ ته درې زره افغانۍ راکوي، په ایران کې په پنځلس میلیون تومان او په نورو هېوادونو کې په ۳۰۰ ډالر یا له دې پورته هم پلورل کېږي. زحمت یې موږ مېرمنې باسو او پیسې یې د نورو جېبونو ته ځي.»
هغه هم د لاسي صنایعو برخه کې د بوختو مېرمنو د ستونزو حل لپاره د ښځو لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کېدل ضروري بولي.
ورته مهال، مریم سلطاني یوه له هغو نجونو ده چې یوه میاشت مخکې یې له کوره د ګل جوړولو، ډیکورېشن او ډیزاین کار پیل کړ او په دې موده کې یې څلور کسان له ځان سره پر کار بوخت کړي دي.
هغه وايي چې د ګل جوړولو له هنر سره یې ډېره لېوالتیا درلوده او د خپلو ملګرو په هڅو یې دغه کار په زر افغانۍ پیل کړ.
هغې په لومړي ځل یو جاینماز او د ګلو یوه ګېډۍ جوړه کړه، اوس د پېرېدونکو د غوښتنو پر اساس د نکرېزو شپې، واده، زوکړې او نورو مراسمو لپاره بېلابېل ډولونه ګلان، ډیزاین شوي پتنوسونه او د سټېج د ګلانو ټوکرۍ تزیینوي.
هغه له اسلامي امارته غواړي چې د هنرمندو ښځو لپاره یو بازار جوړ کړي څو هغوی خپل محصولات په اسانۍ وپلوري او خپل کاروبارونو ته وده ورکړي.
د مریم په وینا، که د مېرمنو ملاتړ وشي، ځانګړی بازار ورته جوړ شي، د محصولاتو لپاره یې بازارموندنه وشي او په بېلابېلو برخو کې هغوی ته ښوونیز پروګرامونه جوړ شي، سوداګري به یې وده وکړي او د کورنیو اقتصادي وضعیت به هم ښه شي.
ورته مهال، د نیمروز د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولې پلوشې شمس پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې ډېر شمېر ښځو او نجونو کوچنیو او لویو، په ځانګړي توګه لاسي صنایع، ماشیني خیاطي او انلاین سوداګریو ته مخه کړې چې دا یو ښه خبر دی.
خو هغې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار نشتون یوه اساسي ستونزه وبلله ویې ویل، ځینو داسې مېرمنو د خرڅلاو نشتون او د خامو توکو د لوړو بیو له امله د لاسي صنایعو کار پرېیښی او نورو کارونه ته یې مخه کړې ده.
شمس وویل چې د نیمروز ولایت متشبثې مېرمنې د نورو ولایتونو په پرتله له ځینو اسانتیاوو بېبرخې دي او د موسسو او دولت له لوري لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړې وايي چې د نیمروز د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه هڅه کوي څو د اړوندو او مرسته کوونکو بنسټونو په همکارۍ هغو مېرمنو ته چې د حرفو برخو کې کار کوي، ځانګړی بازار جوړ او د هغوی محصولاتو لپاره بازارموندنه وکړي.
د هغې په وینا، د یادې خونې په هڅو په تېرو شپږو میاشتو کې دوه سوه ښځو ته د زده کړو زمینه برابره شوې او هغوی ته د کار وسایل هم وېشل شوې دي او اوس هم هڅې روانې دي چې دغه ډول مرستې لا ډېرې ښځو ته وړاندې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP