Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: په سیمه کې نا امني د هېچا په خیر نه تمامېږي

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له یوه ایراني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت له ټولو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې غواړي، ځکه چې په سیمه کې نا امني د هېچا په خیر نه تمامېږي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې سراج‌الدین حقاني نن د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا چارو لپاره د عمومي رئیس محمدرضا بهرامي او په کابل کې د ایران سفارت د سرپرست سفیر علیرضا بېکدلي سره ولیدل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د ایران او افغانستان په پولو کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې. همداراز، دواړو خواوو د سیمې پر امنیت، ثبات او د تفاهم له لارې د مسایلو پر حل ټینګار وکړ.
یاد وزارت لیکلي، حقاني ټینګار وکړ چې افغانستان له ټولو سره، په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره، د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې غواړي، ځکه چې په سیمه کې نا امني د هېچا په خیر نه تمامېږي.
هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې موږ د نورو حاکمیت او حیثیت ته درناوی لرو، همداسې تمه لرو چې زموږ په اړه هم ورته نیت او احترام موجود وي».

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.