کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته خپل سفر تاریخي او له لاسته راوړنو ډک بللی او ویلي یې دي، چې دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه او دغه راز یې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ د کچې لوړولو په اړه هم خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي امیرخان متقي د یوې ناستې په ترڅ کې د وزارت له کارکوونکو سره د اوومې ناستې او له هغې وروسته هند ته د خپل سفر جزئیات شریک کړل.
متقي ویلي، د مسکو فارمټ دا ناسته د تېر په پرتله بېسارې وه، ځکه اسلامي امارت په کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ.
هغه ویلي، د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، نه مداخلې، د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون، بشري مرستو، ګډو همکاریو او د افغانستان د حاکمیت د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود.
نوموړي زیاته کړې، د یادې ناستې په ترڅ کې یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره هم لیدنې وکړې او د سیمې او نړۍ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.
متقي ویلي، دا یو تاریخي او له لاسته راوړنو ډک سفر و. د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، تعلیمي او روغتیايي مرستو، هوایي دهلېز، د واګا بندر د ستونزو حل، د چابهار بندر د اسانتیاوو پراخولو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.
هغه زیاته کړې، دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو توافق وکړ. همدارنګه، د هند د سوداګرۍ د خونې له مسؤلینو سره په ناسته کې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د بازارموندنې، ګډو نندارتونونو په اړه بحث وشو.
د ده په خبره، له هندي پانګوالو سره یې د افغانستان د پانګونې په فرصتونو او د شته ستونزو په حل خبرې وکړې او همدارنګه له میشتو افغانانو او سیکانو سره یې لیدنه وکړه، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دیوبند له دارالعلوم څخه لیدنه یې د تاریخي اړیکو د بیا احیا لامل شوه، چې د هند د دیني او علمي مرکزونو لهخوا یې تود هرکلی وشو، او د ديني زدهکړو په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې وشوې.
متقي ویلي، افغانستان یو خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي منافعو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP