ښرنه (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د پکتیکا سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د ۹۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوې سړې خونې جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيکا مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د يادې پروژې د چارو د پيل پر مهال وويل چې دغه سړه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت جوړېږي چې چارې به يې په راتلونکي يونيم کال کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، پکتيکا يو کرنيز ولايت دی او د کروندګرو ډېری تازه سبزيجات او مېوې د مناسب بازار او سړو خونو نشتوالي له امله خرابېږي.
د نوموړي په خبره، اوس به د يادې سړې خونې له جوړېدو سره تازه مېوې او سبزیجات ساتل کېږي او د اړتيا پر مهال به بازار ته وړاندې کېږي.
د معلوماتو له مخې، ياده سړه خونه د دغه ولایت په مرکز کې پر ۲۵ جريب ځمکه جوړېږي چې د سړې خونې تعمير، سړک، د موټرو تمځای او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.
په يادو مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو او طبيعي منابعو مرستيال بازمحمد فيضان وويل چې د هېواد په کچه د کروندګرو لاسنيوي او د کرنيزو محصولاتو ساتنې لپاره د لسګونو سړو خونو جوړولو پلان لري.
هغه زیاته کړه چې دا مهال د ياد وزارت له خوا په بېلابېلو ولايتونو کې تر ۶۰ پورې د سړو خونو جوړولو چارې روانې دي چې د ۱۰۰ تر ۶۰۰ ټنه مېوو ځایولو په ظرفيت خونې هم پهکې شاملې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP