Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزی: د پاکستان خیر په دې کې دی چې له تېري تېر شي

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان ولس د خپل هېواد او خاورې د دفاع برخه کې یو موټی او یو غږ دی.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان دغه بریدونه غندلي، د افغانستان پر خاوره یې ښکاره تېری او د نړۍوالو اصولو او قوانینو څرګند نقض یې بللی دی.

هغه لیکلي: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان ولس د خپل هېواد او خاورې د دفاع برخه کې یوموټی او یو غږ دی. د پاکستان خیر په دې کې دی چې له تېري تېر شي او د خپلو زیانمنو پالیسیو له بیا کتنې وروسته له افغانستان سره د ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ دوستانه او متمدنې اړیکې وساتي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ مازدیګر خبر ورکړ چې د پاکستاني اړخ په غوښتنه او اصرار نن ماښام له ۵ نیمو بجو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو، خو یوې باوري سرچینې تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې پاکستان د اوربند له هوکړې مخکې یو ځل بیا د کابل هوایي حریم نقض او یو تش ملکي کور یې په نښه کړی دی.

وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون وویل چې د یادې پېښې له ځایه د ماشومانو او ښځو په ګډون دغه روغتون ته پنځه شهيدان او ٣٥ ټبیان وروړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان تېره ورځ د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې هم بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې، له امله یې ۱۲ ملکي وګړي شهیدان او تر سلو ډېر ټپیان شول.

د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه هم پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمېنه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.

له دغه برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ‌اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

د اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو په دغو غچ‌اخیستونکو بریدونو کې د پاکستان تر شلو پوررې پوستې نیول شوې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.