زرنج (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د نیمروز ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی کمپ جوړ شو چې د ۲۱ زره کسانو ځایولو وړتیا لري.
د یادونې ده، دغه کمپ نن (پنجشنبه، ۲۴ تله) د ورېښمو پله سیمه کې جوړ شوی دی.
د نیمروز والي شیخ محمدقاسم خالد د دغه کمپ د پرانیستې مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت ځایي مسوولین کډوالو ته د اسانتیاوو لپاره شپه او ورځ کار کړی او خپلو ولایتونو ته یې لېږدولي دي.
هغه زیاته کړه: «له دې امله چې د ورېښمو پله ساحه کې د کډوالو پخوانی کمپ کافي ظرفیت نه درلود، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې له کمېسیونه چې د هېواد د ریاستالوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تر ریاست لاندې کار کوي، د ولایت مقام د غوښتنې له مخې د دغه کمپ جوړولو لپاره ۱۶ میلیونه افغانۍ منظور شوې چې اوس د کډوالو د لنډمهاله استوګنې لپاره جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.»
دغهراز، د زرنج ښاروال مولوي صلاحالدین ممتاز کډوالو ته د نوي جوړ شوي کمپ په اړه معلومات ورکړل ویې ویل، په دغه کمپ کې درې ودانۍ، درې سالونونه، د ډوډۍ خوړلو ځای، د ښځو او نارینهوو لپاره جلا خونې، معیاري تشنابونه او د لازمو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د اداري چارو دفترونه موجود دي.
ورته مهال، د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالله ریاض وویل، د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې د دې ادارې له لوري د درې میلیون افغانیو په ارزښت بېړني کمپونه جوړ شوي او دغهراز د ډنمارک د کډوالو ټولنې په همغږۍ د دې ادارې له لارې د ۲۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د نارینهوو او ښځو لپاره دوه جلا سالونونه هم جوړ شوي دي.
ریاض زیاته کړه، نوی کمپ د ۲۱ زره کډوالو ځایولو ظرفیت لري او د کډوالو د ستونزو په حل کې به اغېزناک تمام شي او دغه ریاست د کډوالو د اسانتیاوو برابرولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
بلخوا، د نیمروز د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۱۰۰ خېمې او د دغه ولایت د طبیعي پېښو د ریاست له لوري لسګونه خېمې چې د تودولو او سړلو امکانات لري، د لنډمهال استوګنیز کمپ سیمه کې کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه درول شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP