میمنه (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دی.
د فاریاب د پولیسو د مطبوعاتو مسوول مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون ماسپښین شاوخوا دوه بجې د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې یوه موټرسایکل د غلامحضرت په نوم یو ۶۰ کلن سړی وهلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
مرادي زیاته کړه، په دې پېښه کې پر موټرسایکل سپاره دوه کسان چې جیلان او فیضمحمد نومېږي ټپیان شوي او د فاریاب ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP