Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې یوې درې ته د موټر لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یوه لارۍ چې کوچیان یې لېږدول، یوې درې ته لوېدلې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی چې دغه لارۍ د پنجشنبې په ورځ ملاکنډ سیمې ته نږدې له سړکه وتلې او درې ته لوېدلې ده.

په راپور کې راغلي، یاد موټر د سوات له بحرین سیمې د کوچیان یوه ډله بلې سیمې ته لېږدوله چې له دې پېښې سره مخ شو.

سرچینه لیکي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي، ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې ورته څو پېښو د لسګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.