Language

شمالي وزیرستان کې پر یوه نظامي مرکز برید؛ لږ تر لږه ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر یوه نظامي مرکز د موټربم او وسله‌وال برید کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دغه برید نن سهار د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر حدي نومي مرکز شوی دی.

بلخوا بیا رویټرز لیکلي چې په دغه برید کې اووه پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي او دغه مرګ‌ژوبله پنځو امنیتي چارواکو تایید کړې ده.

بلخوا، د پاکستان دولتي ټلوېزیون (پي‌ټي‌وي) بیا د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي چې برید یې شنډ کړی او څلور بریدګر یې وژلي دي.

د یاد برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو د حافظ ګلبهادر څانګې منلی او ادعا یې کړې چې لسګونو پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.