Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران د ناقانونه استوګنې د حل په موخه افغانانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکوي

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۴): یوه ایراني پلاوي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د ناقانونه استوګنې د حل په موخه افغانانو ته دوه سوه زره کاري ویزې ورکوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د سوېلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مسوول محمدرضا بهرامي او په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره وکتل.

سرچینه کاږي چې په دې لیدنه کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه خبرې وشوې.

رضا بهرامي ویلي، د کابل او تهران ترمنځ په سوداګرۍ کې ښه پرمختګونه راغلي او تمه ده د نورو لاسته‌راوړنو په موخه ایراني لوړپوړي چارواکي کابل ته سفر وکړي او د ګډ کار او سوداګرۍ لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

هغه ویلي چې د ایران چارواکو د افغان کډوالو اړوند له اسلامي امارت سره کړې ژمنې عملي کړې دي او په دغه هېواد کې د افغانانو ناقانونه استوګنې د حل په موخه به له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکړي او همدارنګه به ایران افغانانو ته دوه سوه زره کاري ویزې ورکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، بهرامي د افغانستان او پاکستان وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ وبللې او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت د تایید په صورت کې ایران د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو په حل کې منځګړيتوب ته چمتو دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، ایران دې له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي او د افغانانو د شتمنۍ له ضایع کېدو دې مخنیوی وکړي.

هغه ویلي، اسلامي امارت په بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته د راستنېدو په موخه هڅوي او کوربه هېوادونه دې افغانان په جبري ډول نه وباسي.

مولوي عبدالکبیر دغه‌راز د ایران له لوري افغانانو ته د کاري ویزو ورکړه مهم ګام یاد کړی او یادونه یې کړې چې اسلامي امارت به په ایران کې د پاتې افغانانو د ستونزو د حل په موخه یوه طرحه تهران ته وسپاري.

هغه ویلي چې د نورو پر وړاندې د افغان خاورې کارېدل د اسلامي امارت پالیسي نه ده او غوره به وي چې ګاونډیان د تورونو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې د علماوو په همکارۍ حل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.